د جرمني په برلین ښار کې د تېر جمهوري حکومت سفیر یما یاري او په بن کې جنرال قونسل د جرمني حکومتي ادارو له خوا له پر له پسې فشارونو وروسته له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.
د جرمني په بن ښار کې د پخواني جمهوری حکومت جنرال قونسل سید لطف الله سادات، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دندې د پرېښودو په هکله خبر ورکړی، نوموړي ویلي چې؛ «د کوربه هیواد ملاحظات او سیاسي محدودیتونه» دوی د دندې پرېښودو ته مجبور کړي دي.