له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د لکي مروت ولسوالۍ په نورنګ سیمه کې د هاشم خان په نوم يو پوليس د يو هدفي برید په ترڅ کې په نښه او هلاکت ته رسولی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستاني طالبانو په دغه برید کې یو میل کلاشینکوف وسله هم ترلاسه کړې ده.

بل خوا د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر په یو بیان کې ویلي، دېره اسماعیل خان کې د وسله‌والو په برید کې د ځانګړو ځواکونو یو افسر، حسنین اختر د عملیاتو پر مهال هلاک شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version