له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د حماد ولد امیرجان په نوم د پاکستان د استخباراتي ادارې یو کارمند د خپلې محکمې د پرېکړې له مخې په هلاکت رسولی دی.

سرچینه وایي، نوموړی څو ورځې وړاندې ملاکنډ ولایت کې نیول شوی و.

د ملاکنډ محلي حکومتي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په ورته پېښو غبرګون نه‌دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې، د پاکستاني طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د پاکستان د څارګرو ادارو په کارکوونکو بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version