هندوکش غږ ته سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو نن سهار د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي سيمه کې په يوه پوځي قطار برید ترسره کړ.

سرچينې زياته کړې، چې پاکستاني طالبانو د برید په ترڅ کې لومړی د پاکستاني رژيم د پوځ يو زغروال ټانګ د ځمکني ماین په مټ الوځولی او ورپسې بل ټانګ یې د هشتادو دو پر مټ په نښه کړی ده.

په پایله کې دواړه ټانګونه بشپړ تخريب او پکې سپاره ټول پوځيان هلاک او ټپيان شوي.

ياده دې وي، چې له برید وروسته، پاکستاني پوځ د تېښتې پرمهال په عامو خلکو ډرون برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼ ملکي وګړي سخت ټپيان شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version