پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پښتونخوا مشهور عالم شیخ ادریس پر ترور خواشيني ښودلې او د نوموړي قریبانو او شاګردانو ته یې تسلیت ویلی دی.
د پاکستاني طالبانو اعلامیه کې دا پېښه د پاکستان پوځي رژيم استخباراتو یوه دسیسه بلل شوې ده.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ په خبره ریاستي ادارې د خپلو غربي بادارانو خوشالولو لپاره، په سیستماتیک ډول د مدارسو او علماوو بدنامولو او لهمنځه وړلو هڅې کوي.
