د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته نږدې سرچینو ویلي، چې د دغه غورځنګ ځواکونو تازه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پوځي رژیم پر عسکرو ۱۹ بریدونه ترسره کړي.

ویل شوي، دغه بریدونه د بلوچستان په پښین او د خیبر پښتونخوا په بنو، مهمند، پېښور، ټانک، باجوړ، خیبر، دېره اسماعیل خان او وزیرستان ولسوالیو کې ترسره شوي.

سرچینو ویلي، دغو بریدونو کې لږ تر لږ ۱۶ پاکستاني عسکر هلاک، ۱۱ نور ټپیان شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې د پاکستاني طالبانو لاسته لوېدلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version