شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو، خیبر ولایت کې د پاکستان د پوځي رژيم پر کمانډویانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.پر دې سربېره پاکستاني طالبانو، جنوبي وزیرستان کې هم د پاکستاني رژيم پر پوځیانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۸ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.ياده دې وي، چې د پاکستان د پوځي رژيم پر وړاندې د پاکستاني طالبانو بریدونه تر بل هر وخت ډېر، منظم او منسجم شوي دي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026