د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۵مې نېټې د جنوبي وزیرستان، ټانک، لکي مروت، شمالي وزیرستان او کورمې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ او پولیسو پر مرکزونو اووه جلا-جلا بریدونه ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو له خوا د جنوبي وزیرستان د بدر ولسوالۍ په مانتیوي سیمه کې د پاکستاني پوځ یو سرتېری په نښه او هلاک شوی. دغه راز په ټانک ښار کې د پولیسو پر صابر آباد پوستې د سپکو او درنو وسلو برید شوی چې په ترڅ کې یې پوستې ته له زیان اوښتو سربېره پاکستاني پولیسو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې.

خبرپاڼه کاږي، دغه راز د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د لکي مروت د نورنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د پولیسو پر مرکز برید کړی چې په ترڅ کې یې یو موټر په بشپړ ډول تخریب او پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

خبر پاڼه زیاتوي، پاکستاني طالبانو دغه راز د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ یوې پوستې ته چاودنه ورکړې چې په ترڅ کې یې دوه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي او پوسته په بشپړه توګه له منځه تللې. یاد غورځنګ د خبرپاڼې په دوام کورمه کې هم د دوو پاکستاني پوځیانو د هلاکت خبر ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ دغه راز ویلي چې ځواکونو یې د جنوبي وزیرستان په سروراغې او شکې ولسوالیو کې هم پر پاکستاني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې پاکستاني پوځیان له درنې مرګ‌ژوبلې سره مخامخ شوي.

یاد غورځنګ د خبرپاڼې په پای کې خبرداری ورکړی چې پر پاکستاني پوځیانو به یې بریدونه لا زیات شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version