د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس CNN خبري شبکې خبر ورکړی، چې د ټرمپ ادارې د چارواکو اعتراف کړی چې یمنیانو د اووه امریکایي بې پیلوټه الوتکو په ویشتلو سره بریالي شوي او په دې اقداماتو سره یې د امریکایي بریدونو د دوهم پړاو مخه نیولې ده.

سرچينې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي «موږ هيله درلوده چې په تېرو ۳۰ ورځو کې په يمن کې پراخ عمليات ترسره کړو او په دې سره وکولای شو حوثيان‌ له پښو وغورځوو، خو هغوی په وار وار زموږ بې پيلوټه الوتکې په نښه کوي او زموږ د اقداماتو مخه یې نيولې ده».

ياده دې وي، چې د يمن حوثيانو په تېرو شپږو اوونيو کې د امريکا ۷ بې پيلوټه الوتکې راغورځولي چې شاوخوا ۲۰۰ ميليونه ډالره زيان یې وراړولی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version