د پاکستاني طالبانو غورځنګ رسنیز ادرس، عمر میډیا په یوې خبرپاڼه کې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر وړاندې د ترسره شویو عملیاتو جزئیات خپاره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده ورځ د خیبر پښتونخوا په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، ټانک، باجوړ او کورمې ولسوالیو کې د پوځي رژیم پر عسکرو ۱۳ بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۹ عسکر هلاک او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي، چې په دغو بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم عسکرو ته له پراخې مرګ‌ژوبلې اوښتو سربېره درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د یاد رژیم د عسکرو ۱۶ موټرې زیانمنې شوې، دوه پوځي ډرونونه یې له منځه وړل شوي او دغه راز ۴۰ میله وسلې له ګڼ شمېر پوځي مهماتو سره د پاکستاني طالبانو لاس‌ته لوېدلې دي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version