له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال ولسوالۍ په دروش سیمه کې د پاکستاني پوځ د ارسون په نوم پر یوه مرکز له څو لوریو هممهاله بریدونه پیل کړي.
سرچینې په دغو نښتو کې د لا ډېرو پرمختګونو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو ټینګار یې کړی چې دا مهال د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
د پاکستان ځایي امنیتي ادارو تر دې مهاله پر یاد مرکز د شوي برید په اړه څه نهدي ویلي.