له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو تازه په یوه هدفي برید کې جنوبي وزیرستان کې د اعظم ورسک تاڼې محرر وژلی او دغه راز یې په دېره اسماعیل خان کې یې پاکستاني پوځیانو ته ورکړی.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د یادې تاڼې محرر، سهيل نومېده، چې د ګڼو ملکي خلکو او د یاد غورځنګ د غړو په شکنجه کولو، نيولو او ځورولو کې ښکېل و.

سرچینه زیاتوي، له دې سربېره پاکستاني طالبانو د دېره اسماعيل خان ولايت د کلاچي سيمې څخه مډي کلي ته اکمالات کوونکي پوځیان کمین ته غورځولي، چې پکې یو موټر تخریب او ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژل شوې دي.

د سرچینې په خبره، پاکستاني طالبانو په دغه برید کې یوه ډرون کېمره رانسکوره او له ځانه سره وړې ده.

له بلې خوا د پاکستان حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې، ده چې په وروستیو څو ورځو کې خیبر پښتونخوا کې د پاکستانې طالبانو عملیات په بې‌ساري ډول زیات شوي او د معلوماتو له‌مخې، یو شمېر نورې مهمې سیمې یې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version