ګارډین ورځپاڼې په یوه خپاره کړي راپور کې د سکاټلنډ د لومړي وزیر جان سوییني له قوله لیکلي، چې پر غزې د اسرائیل بریدونه نسلوژنه ده او ویلي دي چې له دې انکار نه شي کېدای.
په راپور کې راغلي، چې سوییني د یوې عمومي ناستې پرمهال په فلسطین کې روان بحران ته په اشارې ویلي:«هغه څه چې په فلسطین کې روان دي، ښکاره نسلوژنه ده.»
پر غزې د اسرائيلي رژيم روان يرغل او مرګوني کلابندي تر دې وړاندې هم د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو نسل وژنه ياده کړې او په اسرائیلو یې د فشار او بنديزونو لګولو غوښتنه کړې.