د پاکستاني طالبانو غورځنک ځواکونو نن (یکشنبه) سهار د ګلګت-بلتستان ایالت د هنزه تحصيل په کالام درچي سيمه کې پر یوه پوځي مرکز د ډرون پر مټ بريد ترسره کړی.

ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته وویل، چې برید دقیق د پوځي مرکز پر منځنۍ برخې شوی، چې په ترڅ کې یې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون ۱۲ عسکر هلاک او ټپیان شوي دی.

سرچینه زیاتوي، چې د ټپیانو له منځه د ځينو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دا په تېرو څو ورځو کې ګلګت-بلتستان کې د پاکستاني طالبانو پنځم برید دی، چې ترسره کېږي.

د دې غورځنګ ځواکونو څو ورځې وړاندې پر ګلګتي ژبې د یوه پیغام په خپرولو سره، د پاکستاني رژیم عسکرو ته د دندو د پرېښودو خبرداری هم ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version