شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه ځايي سرچينو هندوکش غږ ته ویلي چې، د پاکستان پوځي ملېشو نن د شمالي وزیرستان په تپې کلي کې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ برید وکړ، چې له امله یې ۵ بې ګناه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د سرچينې په خبره، یوې بې پیلوټه الوتکې د يادې سيمې په بازار بم وغورځاوه، چې له امله یې د خلکو ترمنځ وېره خپره شوه او د بمبارد په پايله کې ټپیان شوي کسان روغتون ته وړل شوي، چې د ځینو یې حالت خورا نازک ښودل شوی دی. له بل پلوه ځايي اوسیدونکو دا برید غندلی دی، او د بشري حقونو سازمانونو او مسؤلو کسانو څخه یې د سمدستي پلټنو د اقدام غوښتنه کړې ده.پاکستاني ملیشې په دې وروستيو کې د جګړې په ميدانونو کې له پرلپسې ماتو وروسته د عامو او بې ګناه ولسي وګړو مرګژوبلې ته مخه کړې او د ځمکنيو او هوايي بريدونو پر مهال یې لسګونه عام وګړي شهيدان او ټپيان کړي دي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پیل شوې مبارزه مو د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو زېږنده ده او د دې د دوام لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته اړتیا نهلرو24 اگست 2025
پخوانی پاکستانی پوځي افسر او څېړنيز خبريال عادل راجا: پاکستان په داسې حال کې افغانستان کې د داعش خراسان د شتون ادعا کوي، چې د دې شبکي اصلي ماشین په تاجکستاني او پاکستاني اتباعو چلیږي22 اگست 2025