د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې منسوبينو اووه تنه په داسې حال کې ۷۸ زره جعلي افغانيو سره نيولي، چې عملاً يې په هټيو کې توکي پېرودل.

سرچینه وایي، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی، چې له لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version