بلوچستان پوسټ رسنۍ راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم پولیسو د دغه هېواد کراچۍ ښار کې د بلوڅو مېرمنو په ګډون ۹ کسان نیولي او وروسته یې لا درکه کړي دي.
د راپور له مخې، ورک شوي کسان هر یو شکیله، عمران، عدنان، رضوان، صابر، نصیر، وسیم ، سلمان او شهزاد په نومونو پېژندل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې یاد کسان د کراچۍ ښار «شاه علي ګوټ» سیمه کې له خپلو کورونو نیول شوي او وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.
د دغو کسانو کورنۍ د دې پیښې پخلی کړی دی او په خوندي توګه یې د خپلو خپلوانو د ستنېدو غوښتنه کړې ده.
