په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه، چې د سیمه‌ییزو راپورونو له مخې پکې په لسګونه ملکي وګړي شهیدان شوي دي ښایې یو پېچلی وضعیت رامنځته کړي. په قبایلي سیمو کې د ملکي وګړو هدف ګرځولو ته په کتلو ممکن دا بریدونه د وسله‌والو ډلو لپاره د جذب قوي وسیله وګرځي او د ناامنۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

دا بریدونه د پاکستاني پوځ پر سیاستوالو د تسلط ښکارندويي کوي، ځکه داسې ښکاري چې دا ډول خونړي پوځي عملیات د حکومت د سیاسي چارواکو او یو شمېر مخورو څهرو له مشورې پرته ترسره کېږي او په قبایلي سیمو کې د ولسي باور کمښت، چې لا له مخکې د پوځ پر ضد شکایتونه لري، نور هم ژورېدای شي.

دا بریدونه د قبایلي سیمو خلکو ته دا پیغام ورکوي چې دولت یې امنیت ته ژمن نه دی، بلکې د هغوی پر وړاندې جګړه روانه ده چې د خلکو اقتصادي، تعلیمي او ټولنیز ژوند ته ترې تاوان رسېدلی شي.

د شنونکو په اند؛ د ملکي وګړو پر ضد دا ډول عملیات د خلکو باور ته سخت زیان رسوي، چې پایله یې د پاکستاني چارواکو او قبایلي ولس ترمنځ د لا فاصلې سبب ګرځي؛ د دوی په باور د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت له مخکې څخه ترینګلی دی.

که په قبایلي سیمو کې ناامني زیاته شي، نو دا به د حکومت پر وړاندې یو بل لوی چلنج رامنځته کړي؛ که بیا هم پاکستاني چارواکي واقعاً باور لري چې بریدونه یې یواځې پر وسله‌والو ترسره کړي دي، نو باید د خلکو، ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو په وړاندې خپل تحقیقات روښانه کړي.

له همدې امله، دا ادعا باید جدي وڅېړل شي، تر څو معلومه شي چې حقیقت چېرته او څه دی؟ خو که له دې سره-سره بیا هم ملکي وګړي زیانمن شوي وي، نو پاکستاني چارواکي باید ځواب ورکړي.

د پاکستاني پوځ دا بریدونه نه یواځې د لنډمهاله امنیتي لاسته راوړنو لپاره ګټور نه دي، بلکې اوږدمهاله ناوړه پایلې هم لري. دا ډول اقدامات د وسله‌والو ډلو او مخالفینو لپاره تبلیغاتي مواد برابروي، د ولس او دولت ترمنځ یې بې‌باوري زیاتوي او د پاکستان پر داخلي او سیمه‌ییز ثبات منفي اغېز کوي.

یو شمېر تحلیل کوونکي د پاکستاني پوځ دا ډول بریدونه د دوی د امنیتي ستراتیژۍ ناکامي بولي او په وینا یې دا ډول بریدونه د پاکستاني رژیم د استخباراتي معلوماتو کمزوري ثابتوي.

د یادو تحلیل کوونکو په اند، د پاکستاني پوځ پرله‌پسې نظامي عملیات د دې ښکارندويي کوي چې حکومت د شخړو د حل لپاره غیرنظامي حل‌لارې نه لري او د ولسي ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

د پاکستاني پوځ له یادو بریدونو جوتیږي چې مدني حکومت او سیاسي ګوندونه د پوځ تر واک لاندې دي، چې له امله یې سیاسي او ملکي اشخاص او چارواکي د امنیتي پالیسیو تصمیمونه په ازاد ډول نه‌شي نیولی. دغه راز که د قبایلي سیمو خلک ځان د دولت له چوکاټ څخه بهر احساس کړي، نو دا د حکومت لپاره یوه ستره سیاسي ناکامي ده؛ د سیاسي حل پر ځای د تاوتریخوالي دوام ښيي، چې حکومت د خلکو د غوښتنو اورېدلو ته چمتو نه دی.

پاکستاني پوځیانو په تېر کې هم وخت نا وخت په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي هدف ګرځولي دي چې یو له هغو په ٢٠٠٤ م کال کې د جنوبي وزیرستان کالوشه سیمه یادولی شو؛ چې د پاکستاني پوځ لخوا په لوموړي ځل د پراخو پوځي عملیات ښکار وګرځېده او په پایله کې یې سلګونه قبایلي وګړي شهیدان او له خپلو سیمو بې ځایه شول.

دغه راز په ٢٠٠٩م کال کې پاکستاني پوځ د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د پراخ عملیاتو اعلان وکړ، چې د زرګونو ملکیانو د بې‌ځایه کېدو لامل شو خو په نتیجه کې یې هیڅ معلوم نه شول.

په ٢٠١٤م کال هم پوځ د شمالي وزیرستان په میرعلي او میرانشاه سیمو کې عملیات پیل کړل، چې د دوی په وینا د وسلوالو ډلو د ځپلو لپاره تر ټولو پراخ عملیات ګڼل کېږي. د یادو عملیاتو په په پایله کې له ١.٥ میلیونو زیات قبایل د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

په ٢٠١٧ او ٢٠٢٣ م کال کې هم پوځ په قبایلي سیمو کې بار- بار د عملیات د ترسره کولو اعلان کړی وو، چې په نتیجه کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مالي او زیان رسېدلی وو.

که پاکستاني پوځ د جنوبي او شمالي وزیرستان په څېر سیمو کې دا ډول عملیات دوامداره وساتي، نو دا به یواځې امنیتي ستونزې نه؛ بلکې د سیاسي او اقتصادي بحرانونو تر څنګ د قبایلي سیمو خلک دې ته اړ کړي، ترڅو له پاکستاني رژیم سره د هر ډول اړیکو او ارتباطاتو پرېکون اعلان کړي. د دې پر ځای چې دا ډول اقدامات امنیت ټینګ کړي، ښايي لا زیاتې سیمه‌ییزې لانجې را وپاروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version