Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستاني پوځ ته عبرتناک درس او راتلونکې سناریوګانې!
    لیکني

    پاکستاني پوځ ته عبرتناک درس او راتلونکې سناریوګانې!

    صابر افغانصابر افغان29 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تېره اونۍ په جنوب ختیځ ولایت پکتیکا کې د وزیرستاني بې ځایه شویو په ګډون، پر یو شمېر ملکي اهدافو د پاکستان له بمبارۍ او پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیانو ته د ځاني او مالي تلفاتو له اړولو وروسته، دفاع وزارت له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د پاکستاني پوځ، ملېشو او سرحدي عسکرو یو شمېر پوستې په نښه کړې، پر درنې مرګ ژوبلې سربېره یې د دوی پوستې هم وسوځولې. د راپورونو له مخې د افغان ځواکونو په دغو توپچي او نورو درنو بریدونو کې ۱۹ پاکستاني عسکر و وژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

    د پاکستاني الوتکو د بمباریو په بدل کې دا د افغان ځواکونو لومړنی ځوابي برید و، معلومه نه ده، چې دا به د ځوابي برید پای وي او که به نور پړاوونه هم ولري، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا دي چې افغانان او افغان ځواکونه په هېڅ صورت پر خپلې خاورې د بل چا برید بې ځوابه نه پرېږدي او هر ډول تېري ته چمتو دي. دا د څو پاکستاني جنرالانو، سیاسیونو او واکمنو د ناسمې محاسبې پایلې وې.

    پاکستان اوسمهال د خپلو ناسمو ستراتېژیو، منافقانه او ظالمانه سیاستونو او د غرب د ګټو د خوندیتوب په لومه کې راګیر دی، د همدغو تېروتنو له کبله له خپل ملت سره په جګړه اخته دی، اقتصاد یې دېوالي شوی، په نړیوال سټېج یې خپل پرستېج له لاسه ورکړی، په پورونو کې غرق دی، د سیالانو له سیالۍ پرځېدلی، په کور دننه تر بل هر وخت له ډېر انارشېزم او پاشلتیا سره مخ دی، په لسګونو میلیونه خلک یې له لوږې، بېکارۍ او انفلاسیون څخه زورېږي، خو په مقابل کې یې د پوځ چارواکي، حکومتي واکمنان او سیاسي مشران یواځې د خپلو ګټو د خوندیتوب، د غربي هېوادونو د پالیسو د عملي کېدو، مالي او اخلاقي فساد او د پاکستاني وګړو د وینې د ځبېښلو په نشو کې ډوب دي.

    محروم او قهرېدلي بلوڅان، پښتانه، سندیان او کشمیریان یې پر وړاندې راپورته شوي او له دغو ظلمونو او ناتارونو د ځان د خلاصون لپاره ورسره وسله‌واله مبارزه کوي، خو همدا د واک او فساد په نشو او تماشو کې ډوب پوځي او سیاسي چارواکي د دغه وضعیت پړه پر ګاونډیو او په ځانګړې توګه افغانانو ور اچوي. که ټي ټي پي ازادي بښونکی غورځنګ دی، که بلوڅ ازادي غوښتونکی غورځنګ دی او که هلته نور ازادي غوښتنونکي او جهادي غورځنګونه دي، ټول په یوه خوله په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې د روانو ظلمونو، وحشتونو، جنایتونو، محرومیتونو او د پردیو پروژو د پلي کېدو څخه د خلاصون په موخه راپاڅېدلي دي.

    یا به پاکستاني حکومت په خپلو پالیسو، ستراتېژیو، سیاسي او نورو جوړښتونو کې ژور بدلون راولي، د پردیو پروژو پر ځای به خپلو خلکو او ولس ته لومړیتوب ورکوي، پر ولس به ظلمونه دروي، د دوی حقونه به ورکوي، بې ګناه بندیان به یې ور خوشې کوي او پنجاب په څېر به دوی ته هم ټول حقونه او امتیازات ورکوي، یا به د خپل زوال لپاره شېبې شماري او دا هېواد به یوه تلپاتې او نه حلېدونکي بحران ته بیايي.

    پاتې کېږي، له افغانستان سره د اړیکو موضوع، د پاکستان لپاره غوره دا ده چې افغانستان ته د یوه خپلواک، ازاد او مېړني هېواد په سترګه وګوري، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ازادۍ ته یې درناوی وکړي، هېڅ انسان ته یې په ټيټه سترګه ونه ګوري، د متقابل درناوي په اساس ولاړ تجارت، ډيپلوماسي او اړیکې ورسره وپالي، له منافقت او دوه مخو پالیسو ډډه وکړي، په دې برخه کې له هند او بنګله‌دېش څخه ترلاسه شویو تجربو درس واخلي، له افغانستان سره حساسو وسایلو او مسایلو ته لاس ور وړلو ډډه وکړي. له دې پرته به هره ناسمه محاسبه او تېروتنه ورته بدې پایلې ولري، ښايي افغانستان ورته په دوهم هند یا بنګله‌دېش بدل شي، چې بیا هر ډول راکړه ورکړه ورسره ودروي او دا هېواد لا پسې منزوي کړي او د دې هرڅه مسؤولیت به بیا د همدغو پاکستاني شریرو عناصرو او چارواکو پر غاړه وي.

    یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائيلو لومړی وزير نتنياهو د سرطان په ناروغۍ اخته شوی
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.