پاکستاني سناتور مشتاق احمد د پاکستاني رژيم د مشر شهباز شريف له لوري د غزې په اړه د ډونالډ ټرمپ د سولې بورډ سره د پاکستان يوځای کېدل د پاکستان پوځي رژيم له لوري د اسرائيلو د رسميت پېژندلو په معنا بللې ده.

مشتاق احمد ويلي، دا ګام داسې معنا لري، لکه لکه د ټرمپ په ښي لاس کې چې «ترهګر» نتنیاهو ناست وي او په چپ لاس کې شهباز شریف.

نوموړي زياته کړې ده «دا کار له اقصی، غزې او فلسطین سره ښکاره بې‌وفایي ده او د علامه اقبال او قائداعظم د فلسطین له تګلارې ښکاره انحراف ګڼل کېږي.»

هغه په سیاسي ګوندونو، علماوو او د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو غږ کړی، چې د دې امریکايي غلامۍ او اسرائیل‌پالنې پر ضد راپورته شي او غږ پورته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version