پاکستاني شنونکي او ټولنيز فعال وقار ملک په خپله اېکس پاڼه د پاکستان پوځي رژیم له لوري رسنیو ته د ورکړل شویو معلوماتو په تړاو لیکلي، چې د پاکستان پوځ (کمپنۍ) په لوی لاس رسنيو ته د مذاکراتو ناکامۍ روایت ورکوي.
نوموړی وايي، لکه څنګه چې یې مخکې ویلي و پوځ په هیڅ صورت کې د خبرو بریا نه غواړي، او د دوی هدفونه بل څه دي.
دا مهال چې ترکيه کې د افغان حکومت او پاکستان د پوځي رژيم ترمنځ د مذاکراتو دويم پړاو روان دی، د پاکستان پوځي رژيم هڅه کوي د خپلو رسنيو له لارې د مذاکراتو د ناکامۍ روايت وړاندې کړي.
تر دې وړاندې د ياد رژيم دفاع وزير خواجه اصف هم ويلي و، چې د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې افغانستان سره په ښکاره توګه د جګړې اعلان کوي.
د پاکستان پوځي رژيم چارواکي په داسې حال کې د جګړې اور پو کوي، چې څو ورځې وړاندي نښتو کې یې د اوربند لپاره د عذر او زاريو لمنه ان قطر او سعودي ته وغوړوله.


