د پاکستان پخوانی سناتور او د جماعت اسلامي یو مشر وایي چې د اسلام اباد پولیسو یې د فلسطین په ملاتړ مظاهره ګډه وډه کړې ده.

سناتور مشتاق احمد خان په خپلې ایکسپاڼې لیکلي چې پولیسو د مظاهرې غږیز سیسټم او موټر حوزې ته وړي او درې پلویان یې زندان ته لیږلي دي.

نوموړي ویلي چې دا کارونه د امریکا د خوشالۍ او د نړیوال وجهي صندوق یا ایې ایم ایف د پور له پاره کیږي.

هغه زیاته کړې چې د ډلې په غړو یې نهه مقدمې ثبت شوي، خو وایي چې د فلسطین او غزې په اړه د واکمنو مجرمانه خاموشي او جعلي مقدمې به موږ له غږ پورته کولو او هڅو څخه منع نه کړي.

په فلسطین د اسراییلو بریدونو کې تر اوسه له دیرش زرو ډیر فلسطینیان شهیدان شوي دي، خو د جګړې د بندیدو هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version