د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان اسلام اباد کې رسنيو ته په خبرو کې هغه اوازې رد کړي چې ګواکې پاکستان د افغانستان د واخان د لاندې کولو هڅه کړې، شفقت علي خان ويلي واخان سيمه د افغانستان د خاورې برخه او خپل ملکيت یې دی موږ د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته احترام لرو.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په ټولنيزو رسنيو د واخان په اړه ځينې شايعات خپاره شوي وو، چې افغان حکومت په کلکه رد‌ کړل او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد يو اينچ‌ خاوره هم چاته نه ورپرېږدي او که هر څوک دا کوښښ وکړي غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version