په پاکستان کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې دغه هېواد کې د بنګلهدېش سفیر، اقبال حسین خان د افغانستان سفارت له چارسمبالي، سردار احمد شکیب سره کتلي دي.
د سرچينې په خبره په دغه کتنه کې، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ اړیکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي او تاریخي مشترکات، اقتصادي اړیکې، حقوقي خدمتونه، د افغانانو لپاره د بنګلهدېش ویزې او برعکس او پر ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.