پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير عاطف مشعل، د پاکستان پوځي رژيم له لوري د افغانستان پر خاوره وروستي بمبارد ته په غبرګون ويلي، چې د پاکستان وروستي دریځونه او تحرکات د یوه متضاد او غیرمسوولانه سیاست څرګندونه کوي.

د هغه په خبره د پاکستان پوځي رژيم، له یوې خوا پرته له کوم ثبوت څخه پر افغانستان د پاکستاني طالبانو د ملاتړ ادعا کوي؛ خو له بلې خوا بيا هغه استخباراتي کړۍ پټې ساتي، چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره فعالیت کوي.

د مشعل په خبره د پاکستان پوځي رژيم له لوري د افغانستان د حريم نقض او افغان ضد استخباراتي کړيو ته پناه ورکول نه د توجیه وړ دي او نه د زغم.

د نوموړي په باور دا مهال سیمه په اساسي ډول بدلېږي، د فشار او نفوذ زاړه ماډلونه نور نه عملي کېږي او د اړیکو یواځينی معقول بنسټ دوه‌اړخه احترام او د حاکمیت د منلو اصل دی.

هغه زياته کړې، چې د پاکستان داخلي ستونزې او د مشروعیت خلا یې د اساسي بدلون غوښتنه کوي او په خبره یې د دې رژيم له لوري د بې‌بنسټه ادعاوو دوام او د استخباراتي کړیو ملاتړ به وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

نوموړي په پای کې ټينګار کړی، چې د هر ډول سرغړونو د تکرار مخنیوی ضروري دی، ځکه افغانستان د خپلې دفاع حق لري او د وضعیت د لا خرابېدو مسؤلیت به د هغه لوري په غاړه وي چې دا لړۍ روانه ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version