په ډېری هغو هېوادونو کې چې د مقاومت مجازي جبهه پکې فعالیت لري، د دوی کاري ساحه ورځ تر بلې تنګېږي او له ګڼو ننګونو سره مخ دي. دغه جبهه او غړي یې د استعمالېدونکې او یو ځل مصرفېدونکې وسیلې حیثیت لري؛ په محدود وخت او ځانګړو موضوعاتو کې ګاونډي او ځینې نور هېوادونه ګټه ترې اخلي، مؤقتي سهولتونه ورته برابروي، خو کله چې مطلوب او ور سپارل شوی کار ترسره کړي، بیا یې ټغر ور ټولوي، د فعالیت ساحه ورباندې تنګوي او له خپلې خاورې یې شړي.
د مقاومت مجازي ډلې له تېرو څو کلونو راهیسې په تاجکستان کې د نورو په لمسون فعالیت درلوده، دې جبهې ته د افغان حکومت پر وړاندې بېلابېلې اجنډاوې ورکړل شوې، دې نیابتي ډلې یې د پلي کولو لپاره ډېر کوښښ وکړ، خو په پلي کولو کې پاتې راغله، ځکه منظم مدیریت، پلان او فزیکي فعالیتونه یې نه لرل او یوازې د انلاین حضور تر کچې محدود وو. په هېواد کې یې هېچا ملاتړ ونه کړ، همدا وجه وه چې د تاجکستان لهخوا په تدریج سره ځواب ورکړل شو.
تاجکستان ته د بلخ د والي د سفر پر مهال، د تاجکستان د استخباراتو وزیر افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی و چې نور به په خپله خاوره کې هغو شریرو کړیو ته ځای ور نه کړي چې د افغانستان امنیت ګواښي. نوموړي افغان پلاوي ته په خبرو کې ويلي وو، «له خپله اړخه د ښه ګاونډیتوب ډاډ درکوو او هیلهمند یو څو تاجکستان او افغانستان د نورو وروڼو هېوادونو په شان ژوند وکړي. موږ هېڅ شریرې کړۍ ته په خپله خاوره کې اجازه نه ورکوو چې د هغې له لاسه د افغانستان امنیت وګواښل شي.» د تاجکستان د استخباراتو وزیر مقاومت جبهې ته په کنایه کې د شریرې کړۍ خطاب وکړ، چې له دې امله یې هلته پر دوی د فعالیت ساحه نوره هم را تنګه شوه.
په ورته وخت کې، د امنیتي او سیاسي چارو شنونکي په دې آند دي چې د روسیې له خوا د افغان حکومت په رسمیت پیژندنې، په سیمه کې له دې حکومت سره د اړیکو پر پراخېدو هم مثبته اغېزه کړې ده. افغانستان او تاجکستان هم ګډې ترانزیټي، امنیتي او سوداګریزې اړیکې او اړتیاوي لري، چې لپاره یې دوه اړخیزه ډیپلوماټیکې اړیکې قوي کوي.
په دې وروستیو کې د تاجکستان هېواد لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر هم وکړ، د دې سفر په ترڅ کې یې د افغان حکومت له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې وکړې. پخواني دیپلوماټان وايي، افغانستان ته د تاجکستاني پلاوي د سفر موخه دا ده چې نوی افغان حکومت د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوی او دوی نه غواړي له دې قافلې وروسته پاتې شي. د دوی په وینا، د اقتصادي ګټو له مخې تاجکستان غواړي له افغان حکومت سره انعطافپذیره اړیکې ولري. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او دې وضعیت په تاجکستان کې د مقاومت جبهې پر فعالیتونو خورا منفي اغېز کړی دی.
په دې وروستیو کې د مقاومت جبهې غړو هڅه کول چې د خپل شریر فعالیت لپاره داسې هېواد پیدا کړي چې د افغانستان د ګټو پر خلاف دریځ ولري، چې په همدې لړ کې یې له ایران او تاجکستان څخه پاکستان ته پناه یووړه. د دې جبهې ځینو غړو په ایران کې هم د ناسمو شرایطو له رامنځته کېدو شکایت کاوه او هڅه یې کول چې پاکستان ته، د دغه هېواد د ګټو لپاره د قرباني کېدو په قیمت ځانونه ورسوي.
د مقاومت ډلې لپاره دا مهال تر ټولو لوی هدف یوازې خپله بقا ده، که څه هم د پاکستان د ګټو لپاره په جنګېدو کې وي. د دې ډلې مجازي حضور او فعالیتونه په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځي رژیم په ګټه او د افغانستان د ملي ګټو په ضد دي. د مقاومت ډلې غړي نور د پاکستان د دښمنانه پالیسیو د تطبیق برخه او د پردیو لومو قرباني دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
