په پاکستان کې د یو شمېر سفیرانو کاروان ته څېرمه په یوه چاودنه کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې برید د خیبرپښتونخوا په سوات دره کې شوی دی.

پولیسو ویلي ټاکل شوې وه د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ خونې تر غونډې وروسته په چکر ملم جبې ته ورشي چې په لار کې ورسره د مل پولیسو په موټر چاودنه وشوه.

راپورونه زياتوي چې چارواکي وايي په ياد کاروان کې د روسیې، ایران، قزقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا، اندونیزیا، پرتګال، بوسنیا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران سوات ته تللي وو.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم پښه تاييدوي او وايي چې دا سفیران د ورځې تر پایه په خوندي توګه اسلام‌آباد ته رسول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان وروستيو مياشتو کې له سخت امنيتي کړکېچ تېرېږي، او نږدې هره ورځ یې د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې پوځيان وژل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version