د افغانستان سره پر فرضي کرښې پرتې د خیبرپښتونخوا کورمې ولسوالۍ کې د شیعه او سنیانو ترمنځ نښتې شوي دي.
د کورمې ولسوالۍ چارواکي وايي، پېښو کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
د کورمې ولسوالۍ مرستیال جاوېدالله مسيد نن د اکتوبر پر ۱۲مه رسنیو ته تاييد کړه، چې د افغانستان سره فرضي پولې ته نږدې کنج عليزۍ سیمې غرونو کې په دوو ځايونو کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ نښتې رامنځته شوي دي.
په دغو نښتو کې د ښځو او ما شومانو په ګډون ۱۱ تنه مړه او ۷ تنه نور ژوبل شوي دي.