د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو امریکايي اتباعو غوښتي چې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو جګړو د زیاتوالي له امله پاکستان ته پر سفر کولو له سره غور وکړي.

د اعلامیې له مخې، پاکستان کې امریکايي ډیپلوماټان او ډيپلوماټيکې سیمې تېر کې هم تر برید لاندې راغلې وې او اوس هلته پر عامه ځایونو او موټرو د برید امکان شته دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې ناامنۍ په بې ساري ډول ډېرې شوي او د دغه هېواد په لویو ښارونو کې نږدې هره ورځ وسله‌والې نښتې او هدفي بریدونه کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version