د فرانسې، اېټالیا، جرمني او برېټانیا د بهرنيو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې، د عربي هېوادونو له طرحې، چې د غزې د بیارغونې لپاره ۵۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري او د فلسطینیانو د بېځایه کېدو مخنیوی هم کوي، ملاتړ اعلان کړی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې دغو څلورو هېوادونو وړاندیز شوې طرحه د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره «واقعي لار» بللې او ویلي یې دي، چې په دغې سیمه کې به د فلسطینیانو ژوند ښه کړي.