نن په کابل کې ګڼ شمېر پخوانیو جنرالانو خبري کنفرانس دائر کړی دی او د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غواړي چې نړیوالو اصولو، قوانینو او ښه ګاونډیتوب ته په کتو دې ټولې هغه جنګي او ترانسپورتي الوتکې او تجهیزات چې د افغانستان د ملت او خلکو ملکیت و، بېرته افغانستان ته وسپاري.

ياده دې وي، چې د جمهوري نظام د پرځېدلو پر مهال لسګونه الوتکې او نور پوځي تجهیزات ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته انتقال شول او لا یې هم افغانستان ته نه دي سپارلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version