د داعش، مقاومت جبهې او استخباراتي شبکو د عملیاتي وړتیا له همغږي کېدلو سره هم مهاله په پاکستان کې هدفي وژنې پیل شوې دي، دغه هدفي وژنې د مقاومت جبهې، نورو مخالفو نظامي ډلو، استخباراتي شبکو او داعش په ګډه عملیاتي وړتیا د افغانستان او پاکستان په ځینو خاصو سیمو او ځانګړو اهدافو ترسره کېږي.

تازه دغه ډلو د خپلو عملیاتي وړتیاوو په همغږي کولو سره، پېښور ته نږدې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې د جمعې د لمانځه پر مهال یو ځان وژونکی برید ترسره کړی، چې له امله یې د مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق په شهادت رسېدلی او د هغه ترڅنګ څو تنو نورو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

داعش او مقاومت جبهه چې دواړه د بهرنیو مثلثونو له لوري، په ځانګړې توګه پاکستان له خوا حمایه کېږي، تر منځ یې د عملیاتي همکارۍ د همغږي کولو چارې هم سرته رسېدلي دي. د ۲۰۲۴م کال په وروستیو ورځو کې تاجکستان ته د آي ایس آی د رئیس عاصم مالک د سفر پر مهال نوموړي د مقاومت جبهې او نورو مخالفو ډلو مشرانو ته وعده ورکړې وه، چې پاکستان کې د پټنځایونو د ورکړې ترڅنګ، د دوی همغږي له داعش ډلې او نورو استخباراتي شبکو سره هم ډیروي.

دغه ډلې چې په ډېری اهدافو کې شریکې دي، غواړي سیمه نا امنه کړي، د پاکستاني پوځ او استخباراتي شبکو له خوا ورکړل شوي اهداف په نښه او له منځه یوسي. داعش، مقاومت جبهې او نورو هغه استخباراتي ډلو او شبکو ته چې په ګډه عملیاتي همغږۍ اهداف په نښه کوي، د دوی د لوی ښودلو په نیت د داسې اهدافو د په نښه کولو پلان ورکول کېږي، چې بریدونه یې حساسیت پارونکي وي او له لارې یې دوی وپړسول شي.

مقاومت جبهه چې تر ډېره پکې د پرځېدلي جمهوریت روزل شوي افسران شتون لري او استخباراتي شبکې چې فعال تشکیلات لري، له داعش ډلې سره د عملیاتو په ترسره کولو او د دوی د وړتیاوو په لوړولو کې مرسته کوي، ځکه د داعش ډلې عملیاتي وړتیاوې له سخت ضعف سره مخ دي. د یادو ډلو او استخباراتي شبکو ترمنځ د هدفي بریدونو پلانونه په پاکستان کې، د داعش ډلې په هغه پټنځایونو کې نیول کېږي، چې د پاکستاني پوځ او استخباراتو تر کلک خوندیتوب، امنیت او څار لاندې دي.

داعش، مقاومت جبهه او ځینې استخباراتي شبکې په ولسونو کې د ډار خپرولو ګډ مأموریت هم پر غاړه لري، تر څو د خلکو په سترګو او اذهانو کې ځان وغورځوي او وېره خپره کړي، همدا راز یادې دواړې ډلې له حساسیت انګېزه مسایلو او اهدافو څخه استفاده کوي، تر څو مشهوره شي.

پر مدرسو او جوماتونو د دغه نیابتي ډلو او استخباراتي شبکو برید لومړی او وروستی نه دی، دوی همېشه پر مقدساتو بریدونه کوي، ځکه له مقدساتو او ارزښتونو سره د دوی دښمني ګډه او پخوانۍ ده.

پر حقانیه مدرسې د وروستي خونړي او وحشتناکه برید په ترسره کولو سره ښايي پاکستان دا څرګندول هم غواړي، چې داعش له دوی سره همغږي نه دي او د دغه برید پړه پر افغانستان وتپي، خو هر ګیز پر دغه همغږۍ سترګې نشي پټولای، ځکه یو خوا یې دغه ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي او له مقاومت جبهې او استخباراتي شبکو سره په همغږۍ هدفي وژنې کوي او بل خوا مولانا حامد الحق هم په یو بیان کې ویلي وو، چې د پاکستان نیت ورته خراب دی؛ نوموړي همدا راز د خپل شهادت مسؤلیت پاکستاني رژیم ته منسوب کړی و.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version