د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شعور ګل پښتون په مشرۍ یو شمېر پخوانیو متقاعدو جنرالانو د دغه وزارت له مرستیال مولوي احمد الله زاهد سره کتلي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادو جنرالانو په دې کتنه کې سرپرست حکومت د خلکو د امنیت او رفاه لپاره ژمن او په سیمه کې یو متحد حکومت بللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یادو جنرالانو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت به له هر ډول شخصي چلند پرته د توانا او تجربه لرونکو کسانو له تجربو څخه ګټه پورته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version