د پاکستان وتلي سياستوال الطاف حسين ويلي، افغانستان د پاکستان ګاونډی اسلامي هېواد دی او پر دغه هېواد بریدونه د اندېښنې وړ او د نه منلو وړ دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې له امريکا څخه د پاکستاني رژيم پروژې اخيستو ته په اشارې ویلي، دا خبره پټه نه ده، چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لیدنې وروسته، پر افغانستان د بریدونو لړۍ پیل شوې ده.

الطاف حسین زياته کړې، چې افغانستان او پاکستان پخوا هېڅ مستقیمه جګړه نه لرله، خو د ۱۹۷۹ کال پر مهال د شوروي اتحاد پر ضد جګړه د بهرنیو قدرتونو د ګټو لپاره پاکستان ته هم وغځول شوه او دغه هېواد د جګړې په مرکز بدل شو.

هغه خبرداری ورکړی چې اوس یو ځل بیا پاکستان د بهرنیو قوتونو د ګټو لپاره د جګړې په ډګر بدلېږي او دا چاره به سخته زیانمنه تمامه شي.

نوموړي د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له افغانستان سره د جګړې پر ځای د خبرو اترو لاره خپله کړي او د سیمې د امن او ثبات لپاره کار وکړي.

الطاف حسین همداراز ویلي، پاکستان ته دا مهال د امن، ثبات او ملي یووالي جدي اړتیا ده او باید د بهرنیو جګړو له دوام څخه ډډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version