لندن کې مېشت د پاکستان د پوځ پخواني افسر او څېړنيز خبريال عادل راجا د ملګرو ملتونو په تازه غونډه کې د پاکستان د استازي عاصم افتخار د وروستۍ وینا په اړه چې افغانستان کې یې د داعش خراسان ډلې د شتون ادعا کړې وه، يو څيړنيز راپور خپور کړی.

راجا ويلي، ملګرو ملتونو کې د پاکستاني استازي د خبرو مرکزي ټکی افغانستان د امنیتي تهدید په توګه یادول وو. ده په خپلو خبرو کې یو ځای د دې لپاره چې په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د شتون په اړه ذهنیت په بله واړوي، تور پورې کړ چې داعش خراسان په افغانستان کې ۲ زره سرتیري لري، حال دا چې د دقیقو معلوماتو پر اساس د داعش خراسان څانګې غړي ډېر کم دي او بله د پام وړ خبره دا ده، چې د دې شبکي اصلي ماشین په تاجکستاني او پاکستاني اتباعو چلېږي.

عادل راجا زياتوي، چې بله خبره دا ده چې له ډېره وخته المرصاد رسنۍ څو ځل راپورونه خپاره کړل چې داعش د پاکستان په بلوچستان کې مرکزونه لري او بیا د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم په یوه مرکه کې دا خبره تائید کړه، چې په بلوچستان کې د داعش مرکزونه دي او دا یې له پاکستاني لوري سره شریک کړي دي، خو دا ادعا هغه وخت په یقین او حقیقت بدله شوه، چې کله داعش یو فلم خپور کړ او ویې منله چې په بلوچستان کې د دوی په مرکزونو بریدونه شوي او غړي یې وژل شوي دي.

دې لندن مېشتي پاکستاني خبريال همدا راز ويلي، چې پاکستان ښایي دا خبرې د دې لپاره کوي چې د نړۍ توجه بلې خوا ته واړوي او دوی خپل کار وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version