د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د پروان ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز، چاریکار کې د توپدرې ذخیروي او برېښنا تولید بند لومړني، ټولنیزه، اقتصادي، چاپېریالي او تخنیکي سروې ترسره کړې.
یاد وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نوموړي بند په جوړېدو سره به زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونو کورنیو ته برېښنا چمتو شي.