د راپورونو له مخې د پاکستان د تر ټول لوی نوي هوایي ډګر وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او له پرانيستې راپه دېخوا هغسې چې طمعه کېده مسافر او الوتکې نه ورځي.
دا نړیوال هوایي ډګر، چې بشپړ مالي ملاتړ یې چین کړی او پر جوړولو یې ۲۴۰ میلیون ډالره لګښت شوی، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ګوادر په ساحلي ښار کې موقعیت لري.
بلوچستان ښار چې د بلوڅ بېلتون پالو د بريدونو اصلي هدف دی او وخت ناوخت پکې بلوڅ وسله وال پاکستاني پوځ، چينايي شرکتونه، چينايي وګړي او د پاکستان حکومت اړوند نورې امنيتي ادارې په نښه کوي او يادې سيمې ته د الوتکو او ډېرو مسافرو د نه تګ لامل هم همدا بريدونه او ناکرارۍ ښودل شوي دي.
ياده دې وي چې بلوچستان کې جوړ شوی نوی هوايي ډګر د هغې څو میلیارد ډالري پروژې یوه برخه ده، چې د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز یا سيپېک(CPEC) نومېږي.