د هرات د احصیايې او معلوماتو اداره وايي، په تېر ۱۴۰۲ل کال کې یې په دغه ولایت کې په ټولیز ډول ۴۵۴زره او ۷۳۳ تنو ته یې پېژندپاڼې وېشلي دي، چې ۲۷۹زره او ۴۳۰ برېښنايي او ۱۷۵زره او ۳۰۰ نورې یې کاغذې پېژندپاڼې دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هرات کې هره ورځ شاوخوا ۲۴۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند چوپړتیاوو د تر لاسه کولو په موخه د دې ریاست اړوند دفترونو ته مراجعه کوي.

په خبرپاڼه کې د هرات د احصایې او معلوماتو ادارې د رئیس محب الله هدایت له قوله ویل شوي، چې د مرکز په گډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږ کال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۲۷ زره او ۶۰۳ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۴۹ زره او ۷۶۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د هدایت په خبره، په هرات کې د برېښنايي پېژندپاڼو درې څانگې فعالې دي، چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.:«په یادو څانگو کې د نوو برېښنايي پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (مثنی تذکرې وېش او د تذکرې تجدید) هم وړاندې کېږي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version