د ملي دفاع وزارت وايي، د بېلابېلو قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوگانو ۵۹ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو گډو زده‌کړو قومندانۍ د ځانگړو وتیاوو ښوونځي له دوه میاشتنیو زده‌کړو څخه فارغ کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، فارغ شوو سرتېرو د دوو میاشتو په موده کې بېلابېلې نظامي زده‌کړې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي دفاع وزارت مسوولینو فارغ شوو سرتېرو ته وویل، چې د مشرانو او اوامرو اطاعت وکړئ، ځکه الله ﷻ پرې مکلف کړي یو، د شخصي گټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړئ. دا نظام د الله ﷻ یو امانت دی چې موږ او تاسو ته را سپارل شوی دی.

د ملي دفاع وزرات د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د کابل په گډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې زرگونه ځوانان په نظامي زده‌کړو بوخت دي، چې ډېر ژر به فارغ او ټولنې ته به د خدمت په موخه وړاندې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version