اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد پر خارکیف ښار د روسیې په تازه هوایي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.

محلي چارواکو ویلي، چې په دغو بریدونو کې د انرژۍ تأسیسات هم په نښه شوي، چې له امله یې د اوکراین په میکولایف او خرسون ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

له بل لوري اوکرایني چارواکو تېره ورځ (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۱مه) خبر ورکړی چې ځواکونو یې د روسیې په تامپوف ښار کې د باروت جوړونې یوه کارخونه هدف ګرځولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version