د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د امریکایي پوځیانو پر هډې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو برید په کلکه غندلی.

یاد وزارت پر العدید پوځي هوايي هډې برید د قطر د هوايي حریم د حاکمیت او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، قطر حق لري له نړیوالو قوانینون سره سم د تېري ماهیت او کچې سره سم مستقیم ځواب ووایي.

اعلامیه کې وړاندې د دغه ډول بریدونو دوام سیمه‌ییز امنیت ته ګواښ بلل شوی او زیاته شوې، چې د قطر هوایي دفاع پر العدید پوځي مرکز برید شنډ کړی.

له بل لوري د ایران د ملي امنیت شوری په یوه خبرپاڼه کې د العدید پوځي مرکز د ویجاړېدو خبر ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version