د المرصاد رسنيز ادرس له لوري د کډوالو او راستنېدونکو چارو د پخواني وزير شهيد خليل الرحمن حقاني په اړه په خپاره شوي مستند کې د هغه داعشي اعتراف هم راخيستل شوی، چې پر شهيد حقاني یې د بريد کولو د طرحې او پلي کولو مسؤليت پر غاړه درلوده.
نوموړی، چې خپل نوم ميرحمزه او د بغلان ولايت اوسېدونکی ښيي او په خبره یې ده د بريد قومانده په غاړه درلوده او پر شهيد حقاني برید کوونکی بيا د عثمان په نوم يو کس و، چې د پاکستاني رژيم تر لمنې لاندې بلوچستان کې روزل شوی او له هغه ځايه ورته امر شوی و.
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د داعش ډلې ګڼ شمېر نيول شويو غړو اعتراف کړی، چې دوی په پاکستان کې روزل شوي او افغانستان کې د بريدونو امر ورته له هغه ځايه کېږي.
