د فلسطين د روغتيا وزارت د خپرو کړو معلومات له مخې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په مختلفو سيمو کې د صهيونيستي اسرائيلو د بمبارد له امله ۳۷ عام فلسطيني وګړي شهيدان شوي.

همدا راز د يوه بل خبر له مخې د فلسطين حکومت د رسنيو دفتر وېلي د صهيونيستي اسرائيلو له تېر څه باندې يو کلن تېري او جګړې له پيل څخه بيا تر نن ورځې ۵۵۷۵۸ عام وګړي شهيدان شوي او ورک دي، چې له ډلې یې ۱۷۷۱۲ تنه واړه ماشومان وو او دغه راز بيا ۱۰۶۱۳۴ نور ټپيان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version