د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر ځینو برخو د صهیونیستي اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
پر غزې تړانګې دا بریدونه داسې مهال شوي، چې صهیونیستي اسرائیلو غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې.
حماس اسلامي غورځنګ وايي، پر غزې تړانګې د بشري مرستو بنديز د غزې د اوسېدونکو او صهیونیستي یرغملو ژوند ګواښي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د صهیونیستي اسرائیلو او حماس ترمنځ په څه باندې ۱۵ میاشتو جګړو کې ۴۸ زره ۵۲۴ نفر شهیدان شوي او ۱۱۱ زره او ۹۵۵ نور ټپیان شوي دي.