‏د نړۍ‌والو رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې د رسنیو مرکز له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې تېره میاشت یوازې ۵۴۹ فلسطینیان د بشري مرستو په وېش مرکزونو کې شهیدان شوي دي.

د مرستو د وېش دغه مرکزونه د صهیونیستي رژیم او امریکا له‌خوا مدیریت کېږي.

د یادونې ده، چې د فلسطین غزه تړانګه د وړم میلادي کال (۲۰۲۳) د اکتوبر میاشتې راهیسې د صهیونیستي رژیم تر پرله‌پسې بریدونو لاندې ده او نږدې هره ورځ یاد رژیم لسګونه فلسطینیان شهیدانوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version