د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم د تازه بریدونو له امله ۳۲ کسان وژل شوي او ۷۴ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د لبنان په جنوبي سیمو ترسره شوي، چې پکې استوګنیزو ودانیو او ملکي تاسیساتو ته هم پراخ زیانونه اوښتي دي.

د لبنان روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې پر لبنان د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۲ زره او ۷۵۹ کسان وژل شوي او ۸ زره او ۵۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version