د پنجشېر ولایت مقام ویاند، سیف الدین لټون رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د بېروج، زمرد او سرب نوي کانونه تثبیت شوي.

د ښاغلي لټون په خبره، د دغه ولایت د پریان ولسوالي په «آریب‌دره» کې د زمردو ۲۵۰ سیمې په عنابه، رخه، پریان او ابشار ولسوالیو کې د بیروجو ۱۰ سیمې او د حصه اول ولسوالي «پشغور» سیمه کې د سربو کانونه تثبیت او پېژندل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې هڅه کوي دغه ولایت کې د کانونو استخراج په پراختیا سره لا ډېر کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.

د یادونې وړ ده چې دامهال د پنجشېر ولایت په کانونو کې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکي په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version