د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بېروجو د ۱۰ نویو کانونو د تثبیت او پېژندل کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس محمد قاسم امیري ویلي، چې د دغه ولایت په عنابې، رخه، ابشار او پریان ولسوالۍ کې د بیروجو ۱۰ نوي کانونه تثبیت او پېژندل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو کانونو د تثبیت چارې د کانونو او پټرولیم وزارت د انجینیري او تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شوي او د کانونو د تثبیت او پراختیا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version