د پنجشېر امنیه قومندانۍ د مسئولینو په هڅو د یاد ولایت په مرکز کې د دوه کورنیو تر منځ، ۲۰ کلنه دښمني حل او په دوستۍ بدله شوه.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې دښمنۍ کې درې تنه وژل شوي وو.
دواړو لورو او د پنجشېر ولایت نورو اوسېدونکو د امنیه قومندانۍ له هڅو مننه کړې او دا اقدام یې ستایلی دی.