‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس، مولوي مطیع‌الحق خالص په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره کتلي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، دې لیدنه کې د افغانستان د اقلیمي وضعیت، اقلیمي بدلونونو په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د ګډون او د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبر شوې دي.

د یادې ادارې په وینا، د قطر سفیر د اقليمي او ټولنیزو موضوعاتو پر نه سیاسي کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د «COP-30» اقلیمي بدلون کنفرانس له کوربه هېواد برازیل او یوناما دفتر سره یې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د ګډون په تړاو خبرې کړې دي.

ورته مهال مولوي مطیع‌الحق خالص په ۱۶ نړیوالو کنوانسیونونو کې د افغانستان غړیتوب ته په اشاره د چاپېریال ساتنې اړونده پروژو پر پلي کېدو او د نړیوالو فني همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version